1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د آمریکا په ۵۰ ایالتونو کې د ستر ناوړین اعلان

1020_556619_highres-1536x862
12 Apr 2020

دونالدټرامپ په رسمې توګه د دې هیواد په ټولو ایالتونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره بیړنی او کړکیچن حالت اعلان کړ.

د دې راپور پربنسټ،دا لومړی ځل دی چې د آمریکا یو ولسمشر په ټولو ۵۰ ایالتونو کې د یوه ستر ناوړین حالت اعلان کوي چې دا سکاله د دې هیواد په تاریخ کې بیسارې ویل شوې ده.

د دې حالت اعلان په داسې شرایطو کې ده چې د سپینې ماڼۍ د ویاند د مرستیال جاد دیر په وینا، په ټوله آمریکا کې په کرونا اخته کسانو شمیر څه باندې ۵۳۳ زره کسانو ته رسیدلی او څه باندې ۲۰ زره او ۵۸۰ نورو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په آمریکا کې مرګ ژوبله له ایټالیا هم لوړه شوې ده او په آمریکا کې د قربانیانو شمیر یوازی په دوو ورځو کې دوه برابره شوې ده.

په ایټالیا کې څه باندې ۱۵۲ زره کسان په دې ویروس اخته شوي او څه باندې ۱۹ زره او ۵۰۰ نورو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د وروستیو رسمي شمیرنو پر بنسټ،په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس اخته کسانو شمیر څه باندې یو میلیون او ۷۹۱ زره کسانو او د مړه شویو کسانو شمیر هم ۱۱۰ زره کسانو ته رسیدلی دی.