1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ د جګړې د مرګ ژوبلې له ډیریدو اندیښنې

An Armenian serviceman fires a cannon towards Azerbaijan positions in the self-proclaimed Republic of Nagorno-Karabakh, Azerbaijan, Tuesday, Sept. 29, 2020. Armenian and Azerbaijani forces accused each other of attacks on their territory Tuesday, as fighting over the separatist region of Nagorno-Karabakh continued for a third straight day following the reigniting of a decades-old conflict. (Sipan Gyulumyan/Armenian Defense Ministry Press Service/PAN Photo via AP)
06 Oct 2020

د نړۍ د هیوادونو مشرانو د قره باغ په جګړه کې ولسي کسانو ته د مرګ ژوبلې له اوښتو اندیښنه کړې ده.

 

روسیې، فرانسې او آمریکا ولسي کسانو او پوځيانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو د مخنیوي لپاره د دې جګړو د ژرمهاله پای پر اړتیا ټینګار کړی دی.

کرملین ماڼۍ ویلي دي چې د روسیې ولسمشر یوځل بیا د ارمنستان له لومړي وزیر سره د څو ټلفوني اړیکو له لارې په قره باغ سیمه کې له وسله والې نښتې اندیښنه کړې او د دواړو لوریو ترمنځ یې د ژرمهاله اوربند د اعلان غوښتنه کړې ده.

له دې سره هم مهاله د روسیې، فرانسې او آمریکا د بهرنیو چارو وزیرانو، د یوې ګډې ویناپاڼې په خپرولو سره په دې سیمه کې جګړه د سیمې د ټیکاو لپاره د نه منلو په ګوته کړې او د ولسي کسانو مرګ ژوبله یې هم غندلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ له پوځي جګړې نږدې لس ورځې تیریږي چې له دواړو لوریو یې زرګونو تنو ملکي وګړو او پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.