1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د القاعدې دویم شمیره کس ووژل شو

المغربی
06 Nov 2019

 القاعدې پوري تړلې جماعت النصره ډلې دویم شمیره کس اباعبدالرحمان المغربی د فرانسوي ځواکونو له لوري وژل شوی دی.

د فرانسې د دفاع وزیر اعلان کړی دی،په مالي کې میشت فرانسوي ځواکونو د القاعدې ترهګریزې ډلې دویم شمیره کس په افریقا کې وژلی دی.

د فرانسې د دفاع وزیر فلورانس پارلی ویلي دي المغربی چې د القاعدې ډلې معنوی مشر وو،د ۲۰۱۹ زیږدیز کال په اتمه او نهمه شپه د فرانسوي ځواکونو له لوري د مالي ځواکونو په همکارۍ ووژل شو.

پارلي زیاته کړې ده المغربی په سیمه کې دویم ترهګریزو خطرناکه کس دی چې د امریکایې ځواکونو تر څار لاندې وو.

اوس مهال ۴۵۰۰ فرانسوي سرتیري د ترهګرۍ ضد عملیاتو په څوکاټ (بارخان) په مالي کې حضور لري.

دې ترهګریزې ډلې په مالي کې وروستیو بریدونو پړه پر غاړه واخسته چې د اکټوبر میاشتې په لومړیو کې ترسره شوه او په کې ۴۰ سرتیري ووژل شول.