د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ضعیف فعالیت نیوکه وکړه او ویی ویل چې شورا د فلج کیدو په حال کې ده.
هایکو ماس،د آلمان خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې شورا د خپلو دایمي غړو ترمینځ د اختلافاتو او کړکیچونو له امله نه شي کولی په مهم سکالو بحث وکړي لکه: په سوریه کې د نښتو او د کرونا ویروس په اړه به ګډه پریکړه وکړي
هغه په نړیواله ټولنه کې د لا زیاتو اصلاحاتو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا خپل اعتبار له لاسه ورکړی.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر همداشان د امریکا او چین څخه یې وغوښتل چې د کرونا ویروس د اصل په اړه خپل فشارونه پای ته ورسوي او ټینګار یې وکړ چې د امنیت شورا باید په دې اړه غلی پاتې نه شي.
له یوې خوا تمه ده المان د څلورنۍ په ورځ (جولای په لومړۍ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه میاشتني مشري په غاړه واخلي او له بلې خوا، نړیوال کړکیچونه لکه په مینځني ختیځ کې شخړې، د برجام په اړه ستونزې او نورې نړیوالې ستونزې لاهم په خپل ځاې پاتې دي.