د اروپایې ټولنې د بهرني سیاست نوی پازوال د برجام د ساتنې غوښتونکی شو.
د اروپايې ټولنې د بهرني سیاست نوی پازوال جوزپ بورل چې د یوې نۍ په ورځ (۲۰۱۹ ډیسمبر ۱)د فدریکا موګریني ځایناستی شو په خپلو څرګندونو کې ویلي دي،اروپایې ټولنه له ایران سره د هسته یې هوکړې ژوندي پاتي کیدو او د دې هوکړې دوام تر ټولو ستره ګټه بولي.
هغه د برجام د هوکړه لیک لمنځه وړل ستره تیروتنه بولي او ټینګار کوي چې اروپا له ایراني چارواکو غواړي ترڅو د برجام ژوندي پاتی کیدو لپاره،هرڅه په خپل توان کې لري ترسره کړي.
د اروپایې ټولنې د بهرني سیاست او د دې ټولنې د ګډ امنیت نوی پازوال چې وړاندې له دې د آسپانیا د بهرنیو چارو وزارت پازه یې پر غاړه درلوده یوه آسپانیایې متل ته په ګوتڅنډنې سره وویل:مونږ اوس مهال هر څه چې وکولای شو د برجام ساتنې لپاره یې ترسره کوو.
له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس عراقچي له خپله چیني سیال سره په بیجینګ کې د دوه نۍ په ورځ (۲۰۱۹ ډیسمبر ۲) لیدنه کې،برجام یو نړیواله ډیپلوماسي لاسته راوړنه بللی او ویلي دي چې د نړۍ هیوادونه د دې هوکړې د ساتنې او پلي کیدو په برخه کې مسوولیت لري.
له بلې خوا په دې وروستیو کې د اروپایې ټولنې ۶ هیوادونو اعلان کړی دی چې له ایران سره مالي او سوداګریزو راکړو ورکړو ته چمتو دي.
آزرو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي