وسله والو کسانو د دې افریقایې هیواد پر کلیسا کې برید کړی چې په پایله کې یې ۱۴ کسان وژل شوي دي.
د سیمه ییزو رسنیو د راپور پر بنسټ،دا پیښه د یوې نۍ په ورځ(ډیسمبر په لومړۍ ۲۰۱۹) هغه مهال په دې کلیسا کې رامنځته شوه چې وسله والو کسانو په دې کلیسا کې پر هغو کسانو چې د یوه مذهبی مراسمو په ترسره کولو بوخت وول ډزې کړې دي.
په دې برید کې د ۱۴ وژل شویو ترڅنګ یوشمیر کسان ټپیان شوي هم دي او بریدګر له سیمې په تیښته بریالي شوي.
تر اوسه د دې بریدګرو هویت او د پیښې انګیزه نه ده روښانه شوې.
یوې باوري امنیتي سرچینې هم فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې وسله والو کسانو په دې برید کې یو کشیش او یو ماشوم هم وژلي دي.
د ویلو ده چې د تیر کال په اکټوبر میاشت کې هم وسله والو کسانو په دې هیواد کې پر یوه جومات برید وکړ چې په پایله کې یې ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي