1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د جی شل ناستې سرمشرېزه د عربستان په لاس کې

جی-20
01 Dec 2019

 

عربستان د شلو سترو اقتصادي هیوادونو (جی شل ډلې) مشرې تر لاسه کړه.

د راپورونو پر بنسټ،نن یوه نۍ د دیسمبر په لومړي په جی شل ډله کې د عربستان مشري پیل شوه او د ۲۰۲۰ زیږدیز کال تر نومبر میاشتې به دوام ولري.

د روسیې سپوټنیک خبري آژانس ویلي دي چې،عربستان په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې د جاپان له لاسته راوړنو او د مشرې له پړاوو څخه ستاینه کړې او د نړیوالو همکاریو په رښتني کیدو کې د جي شل ډلې له اقدامونو پر خپل ملاتړ ټينګار وکړ.

 

د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په ۲۰۲۰ کال په کې د جي شل ډلې سرمشریزې په اړه وویل،په دې پړاوو کې د عربستان مشرتابه هغو همماریو ته دوام ورکوي چې د جاپان په اوساکا کې پر بحث شوی وو دوام ورکوي.

 

هغه زیاته کړې چې ریاض په جدي توګه په جي شل ډله کې له خپلو ملګرو هیوادونو سره د پام وړ لاسته راوړنو او له مهال څخه په ګټنې کړکیچونو پر وړاندې دریږي.

د عربستان ولیعهد همدا شان ټينګار کړی دی چې په دې پړاوو کې به یې هیواد له  سلو (۱۰۰) زیاتې ناستې ترسره کړي.

عربستان همدا شان ټولو هغو نړیوالو سازمانونو ته چې په جي شل ناسته کې ګډون کړی بلنه ورکوي چې د نړۍ اوسني حالت ښه والي لپاره لا زیاته هڅه وکړي.