1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د دونالډټرامپ ګواښ اړوند غبرګونونه

57430601
13 Apr 2020

د روغتیا له نړیوال سازمان سره د خپل هیواد د مرستو ځنډیدو اړوند د ټرامپ ګواښ له غبرګونونو سره مخ شوی دی.

روسیې،چین او د روغتیا نړیوال سازمان د ټرامپ د ګواښ په ځواب کې له آمریکا غوښتي چې د کرونا ویروس کړکیچ دې نه سیاسي کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پ یوې بیانه کې کرونا نړیوال کړکیچ بللی او له ټولو هیوادونو غواړي چې د دې کړکیچ پروړاندې مبارزې لپاره ګډ ګامونه پورته کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي دي،د روغتیا نړیوال سازمان ته په اټکلیزه توګه د آمریکا د مرستو هر ډول ځنډیدل به د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې پر سر منفي اغیز وکړي.

چین د کرونا ویروس خپریدو پروړاندې مبارزې په موخه د نړیوالې همکاري پیاوړتیا لپاره د روغتیا نړیوال سازمان ونډه ګټوره بللې ده.

د نویو راپورونو پر بنسټ تر اوسه په نړۍ کې یو میلیون او اته لکه او ۶۴ زره کسان په دې ویروس اخته شوي دي او څه باندې یو لک ۱۵ زره نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی او همدا شان ۴ یک او ۴۲ زره نور بیرته روغ شوي دي.