| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
د روسیې او ترکیې له وړاندیز وروسته په لیبیا کې د اوربند ټینګښت
12 Jan 2020
په لیبیا کې د خلیفه حفتر ځواکونو اعلان کړی دی چې په دې هیواد کې له اوربند سره موافق دی.
د راپورونو پر بنسټ،دا اوربند له نن سهار(یوه نۍ جنوري ۱۲مه) د روسیې او ترکیې د ولسمشرانو له وړاندیز وروسته ټینګ شوی دی.
په لیبیا کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ پلاوي د اوربند له ټینګښت څخه په هرکلي سره او د ټولو ښکیلو خواوو یې غوښتي چې په دې اوربند ولاړ اوسئ او اعلان یې وکړ چې چمتو ده ترڅو د لیبیا د کړکیچ سوله ییز حل په برخه کې مرستې لپاره له خپلو ټولو شونتیاوو کار واخلي.
له بلې خوا خلیفه حفتر ویلي دي چې هغه مهال اوربند کوي چې د لیبیا حکومت هم اوربند اعلان کړي.

په همدې حال کې د روسیې او ترکیې ولسمشرانو په ټلفوني خبرو اترو کې د لیبیا د حالت په اړه خبرې اترې کړې او یو ځل بیا یې لیوالتیا ښودلې چې په دې هیواد کې د کړکیچ حل لپاره خپلې مرستې جاري ساتي.
ویل شوې ده چې د لیبیا په پلازمینه طرابلس سیمو کې د خلیفه حفتر ځواکونو د برید له پیل څخه د څو کالونو په ترڅ کې له زرو زیات کسان وژل شوي او په زرهاوو نور ټپیان او یا هم بیځایه شوي دي.
دا ډله چې په ملي پوځ هم یادیږي،له څو کالونو را په دې خوا د عربستان،مصر، اماراتو او یوشمیر نورو لویدیځو هیوادونو په ملاتړ د لیبیا په ختیځ کې فعالیت لري.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي
