1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د روسیې د فدرال په کالنۍ ناسته کې د ولادمیرپوټين وینا

compressed_file
15 Jan 2020

د روسیې ولسمشر ولادمیرپوټین د دې هیواد د فدرال پ کالنۍ ناسته کې د خپلو ویناو په ترڅ کې،ډاډ ورکړ چې د روسیې وسلې د دې هیواد د راتلونکو کالونو ضمانت کوي.

ښاغلي پوټين وویل: روسیې د ملي امنیت پیاوړی کیدو لپاره پر وخت ګام پورته کړی،د هسته یې وسلو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره،مونږ څوک نه څارو.په ورته وخت کې،نور هیوادونه لاهم د هغو وسلو تولید لپاره چې روسیه یې په واک کې لرو اوږده لار پر مخ لري ترڅو مونږ ته راورسیږي.د هیواد دفاعې وسلې د راتلونکو کالونو لپاره تضمین شوې ده.

پوټین ټینګار وکړ چې روسیې هیڅ کله هم نور هیوادونه نه دي ګواښلي.او پر دې هیوادونو یې خپلې غوښتنې نه دي تحمیل کړي.

د روسیې ولسمشر د خپلو ویناو په بله برخه کې د هر ډول نړیوالې جګړې مخنیوي لپاره د هسته یې ځواکونو د ګډې همکارې غوښتونکی شو.

هغه زیاته کړه: د امنیت شورا پنځه دایمې غړي باید د هر ډول شرایطو د شنډیدو مخنیوي لپاره چې د نړیوالې جګړې لامل کیږي سوچ وکړي.

ولادمیرپوټین د روسیې کورنیو سکالو ته په ګوټڅنډنې سره وویل چې هیواد یې په ټولنیزو،اقتصادي او ټکنالوژې برخو کې اساسي بدلون ته اړتیا لري.

هغه همدا شان د روسیې په اساسي قانون کې د بدلون غوښتونکی شو خو ټینګار یې وکړ چې مسکو نوي اساسي قانون ته اړتیا نه لري.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي