برلین وایي چې د سپوتنیک وي واکسین د پیرلو لپاره له مسکو سره خبرو ته چمتو دی.
د آلمان د روغتیا وزیر اعلان کړی چې هیواد یې هوډ لري چې د روسیې له لورې د تولید شوي واکسین ډوز وپيري او په دې برخه کې یې چمتووالی پیل شوی دی.
تیره ورځ د آلمان د روغتیا وزیر، ینس اسپان د کرونا ویروس د درییمې څپې پر وړاندې د مبارزې لپاره په دې هیواد کې د سراسري قرنطین لپاره د واحده ګامونو غوښتنه وکړه.
له بلې خوا، په روسیې کې د کرونا واکسین تولیدوونکو یو ځل بیا په نړۍ کې د کرونا ویروس د نویو بڼو پر وړاندې د دې هیواد د جوړ شوي واکسین د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی.
د ګزارشونو پر بنسټ، مسکو تراوسه د سپوتنیک وي، اپي واک او سپوتنیک لایټ په نوم د کرونا ویروس درې واکسینونو جوړولو په برخه کې بریالی شوی دی.