1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د روسیې پارلمان په اساسي قانون کې سمون لپاره د پوټين وړاندیز څيړي

دومای روسیه
21 Jan 2020

د روسیې ولسمشر په اساسي قانون کې سمون راوستنې او د خپل هیواد په سیسټم نوي بدلون طرحه پارلمان ته واستوله.

د کرملین ماڼۍ ویلي دي چې د روسیې ولسمشر ولادمیرپوټين په اساسي قانون کې نویو اصلاحاتو مخلیک چې پر بنسټ یې د راتلونکې ولسمشر واک راکمیږي او د پارلمان واک زیاتیږي (دوما) پارلمان ته وړاندې کړه.

تمه ده د روسیې پارلمان د پنځه نۍ په ورځ (۲۰۲۰ جنوری ۲۳) دا طرحه تر څيړنې لاندې ونیسي.

د راپورونو پر بنسټ،ویل شوي دي چې د اساسي قانون د بدلون وړاندیز په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې د پوټين د ولسمشرۍ دورې له پای سره هم مهاله کیږي،هغه همدا شان ویلي دي چې لیوالتیا نه لري د نورو مشرانو په څير تر مرګه په واک کې پاتې شي.

په همدې حال کې د روسیې لوې څارنوال چې له ۲۰۰۶ زیږدیز کال را په دې خوا په دې دنده کې پاتې شوی دی له دندې ګوښه شو او د هغه ځایناستی هم د ولادمیرپوټين له لوري وګمارل شو.