کرملین ماڼۍ ویلي چې د روسیې او ترکیې ولسمشرانو د سوریې اړوند د سوچي د هوکړې پر بشپړ اجرا کیدو ټینګار کړی دی.
د کرملین په بیانیه کې راغلي چې په دې ټلفوني خبرو کې دواړو خواوو د سوریې د ادلب د حالت ارزولو ترڅنګ، د سوریې په شمال لویدیځ کې د ناندرو د کمښت د سیمې د حالت اړوند هم خبرې کړې دي.
د دې بیانیې پر بنسټ، ولادیمیر پوټین او رجب طیب اردوغان د سوریې اړوند د مسکو او انقرې د هوکړو د اجرا پر ارزښت د ټینګار ترڅنګ، همداشان اعلان کړی چې د دواړو هیوادونو مسووله بنسټونه باید د سوریې د کړکیچ د هواري لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د ترکیې ولسمشر نن څلورنۍ په خپل رسنیز کنفرانس کې هم د سوریې پوځ ته په ادلب کې د دې هیواد د پوځ د سرتیرو د موخه ګرځولو له کبله هیښتیا ورکړه.
له بلې خوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې تمه ده د دې هیواد یو پلاوی چې د بهرنیو او دفاع وزیران به په کې شامل دي، په راتلونکو ورځو کې د سوریې د ادلب د حالت اړوند د خبرو په موخه مسکو ته سفر وکړي.