1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د سوریې له خونړۍ جګړې ۹ کاله تیر شول

Siria
15 Mar 2020

د سوریې هیواد د ۲۰۱۱ کال د مارچ له پنځلسمې نیټې تر اوسه د نښتو شاهد دې چې لوی مالي او ځاني تاوانونه یې اړولي دي.

د سوریې کورنۍ جګړه په داسې حال کې نن یوه نۍ (مارچ ۱۵) لس کلنۍ ته وغځیده چې د بشار اسد حکومت پر واک خپله ځواکمنتیا ټینګه کړې ده.

د ګزارشونو پر بنسټ، دا جګړه د حکومت پر وړاندې د پراخو اعتراضونو او د حکومتي ځواکونو له لورې د اعتراض کوونکو په ځپلو سره پیل شوه او تر اوسه په دې هیواد کې  ۳۷۰ زره تنه د نښتو په پایله کې مړه او میلیونونه تنه نور بیځایه شوي دي.

همداشان ویل شوي چې په دې هیواد کې نږدې یوې لسیزې جګړې، د منځني ختیځ دا هیواد په ویجاړیو اړولی دی.

د ملګرو ملتونو  سازمان لوی منشي، انتونیو ګوترش، له همدې کبله په خپله تویټر پاڼه لیکلي چې په سوریه کې  یوه لسیزې جګړې پرته له ویجاړیو او بدبختیو نور څه ندې راوړي. هغه زیاته کړه چې د دې کړکیچ هواري لپاره  پوځي لاره نده سمه او باید خبرو اترو او دیپلوماسۍ ته وخت ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو سازمان د ګزارش پر بنسټ په ۲۰۱۸ کال کې دې جکړې نږدې ۴۰۰ ملیارده ډالره تاوان لرلی دی.