په ملګرو ملتونو سازمان کې د روسیې استازي، د امریکا نوي بندیزونو وضع کول د سوریې د مشروع نظام نسکورول بولي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي هم د سوریې په ادلیب کې د وسله والو ډلو له خوا سرغړونو په اړه د متحده ایالاتو د چوپتیا په خاطر انتقاد کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازی واسیلي نبنزیا هم د نړیوالو پریکړو ته درناوی او د سوریې د خپلواکۍ د ساتنې او له دغه هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو غوښتنه وکړه.
نبینزیا د خپلې وینا په یوه بله برخه کې د امریکا نوي بندیزونه د سوریې د مشروع نظام د نسکورولو او په هیواد کې د عادي خلکو حالت د خرابیدو په موخه بللې ده.
دی روسي ډیپلوماټ ویلي مسکو تمه لري چې ترکیه هم په ادلب سیمه کې د ترهګرو د لمنځه وړلو لپاره په خپلو ژمنو عمل وکړي.
په همدې حال کې په سوریه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګیرپدرسن په خپل ګزارش کې امنیت شورا ته یې هیله مندي ښودلې چې د سوریې د اساسي قانون کمیټې خبرې اترې به ډیر ژر د سوییس په ژنیف کې بیا پیل شي.