1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د عراق د لومړي وزیر ګوښه کیدل

ec3f6796-5a58-4514-9356-586ec6b0f145
02 Mar 2020

د عراق لومړي وزیر، توفیق علاوي، د نوې کابینې له جوړولو بښنه وغوښته.

هغه چې د عراق د نوې کابینې د جوړولو لپاره ګمارل شوی وو، د دې هیواد ولسمشر ته یې په یوه لیک کې په رسمي توګه له دې کاره  ډډه کړې ده.

د عراق دې لومړي وزیر د کابینې د جوړولو لپاره د پازې پرغاړه اخیستو وړاندې اعلان کړی وو، چې که چیری تر سیاسي فشارونو لاندې راشي، له دندې به استعفا وکړي.

له بلې خوا د عراق ولسمشر، برهم صالح، نن دوه نۍ (د مارچ ۲) د هغه د استعفا په منلو سره، په راتلونکو ۱۵  ورځو کې د هغه د ځایناستي د ټاکلو لپاره د هڅو د پیل خبر ورکړ.

دا پریکړه وروسته له هغې وشوه چې د عراق پارلمان تیره ورځ (د مارچ ۱) د توفیق علاوي له لورې د نوي دولت جوړولو لپاره له هوکړې ډډه وکړه.