د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سلطان قابوس د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه مسقط ته ولاړ.
محمدجوادظریف د سلطان قابوس مړیني اړوند خواشیني ښودلو تر څنګ،د عمان د نوی پادشاه په توګه د هیثم بن طارق پیژندنه هغه مبارکي وویله.
د دې مراسمو په ترڅ کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د عمان له نوي پادشاه سره د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزو پخوانیواو دوستانه اړیکو پر ارزونې او پراختیا په اړه لیدنه او خبرې اترې کړې دي.
ظریف هیله مندي ښودلې ده چې د تهران مسقط تر منځ اړیکې له پخوا په څیر باوري او د پراختیا په حال کې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سلطان قابوس د جنازې د مراسمو په پای کې،د دې هیواد له پلازمینې مسقط څخه تهران ته ولاړ.
له بلې خوا د راپورونو پر بنسټ،تمه ده د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن شپه د تهران میلمه وي او له خپل ایراني سیال سره پر ورستیو بدلونونو او دوه اړخیزو همکاریو لیدنه او خبرې اترې وکړې.
ویل شوې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له ایران وروسته سعودي عربستان ته او له هغه وروسته واشنګټن ته ولاړ شي.
په همدې حال کې د المیادین شبکې د راپور پر بنسټ،د قطر امیر هم نن د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره د لیدنې او خبرو اترو لپاره تهران ته سفر کوي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي