1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د قره باغ په اړه د اردوغان او پوټین ټلیفوني خبرې

پوتین-و-اردوغان
25 Nov 2020

د روسیې ولسمشر د ترکیې، اذربایجان له ولسمشرانو او د ارمنستان له لومړي وزیر سره په تلیفوني خبرو کې د اوربند د موافقو د پلي کیدو او په قره باغ سیمه کې د روسیې د سوله ساتو ځواکونو د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.

کرملین مانۍ ویلي چې ولادیمیر پوتین د خپل ترکي سیال سره په خبرو کې په قره باغ  سیمه کې د امنیت، ټيګاو او سولې د ټینګښت په موخه د پریکړو د دوامداره او بشپړ پلي کیدو پر اړتیا ټینګار وکړ.

پوتین او اردوغان په قره باغ کې د روسیې او ترکیې د اور وژنې د ګډ مرکز د جوړولو په اړه هم خبرې وکړې.

کرملین زیاته کړه چې د روسیې ولسمشر د سه شنبې په ورځ د اذربایجان له ولسمشر او د ارمنستان له لومړي وزیر سره د روسیې د سوله ساتو ځواکونو د فعالیتونو او د قره باغ سیمې خلکو ته د بشرپالو مرستو د لا نورو ګامونو په اړه د جلا خبرو په ترڅ کې سره وکتل.