1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د قضایې کمېټې له لوري د ټرامپ د استیضاح د طرحې تصویب

157625081027824500
14 Dec 2019

 

د امریکا د استازو جرګې قضایې کمېټې د دونالدټرامپ د استیضاح طرحه تصویب کړه.

د دې کمېسیون غړو تیره ورځ( ډیسمبر۱۳مه) د دې طرحې دوه مادې د ۲۳ موافقو او ۱۷ مخالفو رایو سره تصویب کړې.

د دې طرحې پر بنسټ د امریکا اوسنی ولسمشر له واک څخه په ناوړه ګټنې او د امریکا د کانګرس د فعالیت په مخنیوی تورن دی.

تمه ده دا دوه ماده ییزه طرحه د وروستۍ کیدو لپاره راتلونکې اونۍ رای عمومي رای اچونې ته واستول شي.

د دې استیضاح موافقانو اعلان وکړ چې ښاغلي ټرامپ په دې سرغړونو سره د امریکا د وګړو پخ حق کې خیانت کړی دی.

ډونالدټرامپ د امریکا څلورم ولسمشر دی چې له استیضاح سره شوی دی.

 

هغه د کمېټې د دې طرحې  په غبرګون کې،په سپینه ماڼۍ کې د جمعې په ورځ خبریالانو پر وړاندې راڅرګند شو او د خپلې استیضاح بهیر یې غولونکی او شرمونکی وباله.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي