1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د نوي سټارټ د تړون له غځیدو د ناټو هرکلی

دبیر-کل-ناتو
04 Feb 2021

ناټو تړون د امریکا او روسیې ترمنځ د نوي سټارټ تړون غځیدل، د نړیوالې سولې او ټیکاو لپاره مرسته بولي.

 

د ناټو لوی منشي، ینس سټولټنبرګ د هسته یي وسلو د کنټرول لپاره د واشنګټن او مسکو د هوکړې د هرکلي ترڅنګ، ټینګار کړی چې د دې سازمان متحدین هم په دې برخه کې له خبرو ملاتړ کوي.

د نړۍ د یو شمیر هیوادونو ترڅنګ، په دې وروستیو کې ترکیې هم د روسیې او امریکا ترمنځ د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د منځ واټن ویشتونکو توغندیو د کنټرول د تړون له غځیدو هرکلی کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې هوکړه لیک عملي متن پرون د دې وزارت او د امریکا متحده ایالتونو د سفارت ترمنځ د اجرايي کیدو لپاره تبادله شوی دی.

د نوي سټارټ تړون، د واشنګټن او مسکو ترمنځ وروستۍ هسته یي هوکړه ده چې د لرې واټن او منځ واټن ویشتونکو توغندیو په تولید او ګټنه کې محدودیت په کې شامل دی.