1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د هند او سویلي کوریا ترمنځ د پوځي همکاریو پراختیا

156784503882970500
07 Sep 2019

نوی ډهلي او سیول د پوځي همکاریو پراختیا په برخه کې دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د ملی دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د هند او سویلي کوریا د دفاع وزیرانو په یوې ناسته کې د پوځي همکاریو پیاوړتیا په موخه دا هوکړه لیکونه د لوژستیکي،دفاعیې راکړه روکړه او روزنې ملاتړ پراختیا په برخه  کې لاسلیک کړي دي.

د دواړو هیوادونو د ملی دفاع وزیرانو په یوې ناسته کې ویلي دي چې دفاعیې همکارۍ د دواړو هیوادونو تر منځ ځانګړې تګلارې ګډون کې شتون لري.

د ویلو ده چې د ۲۰۱۶ زیږدیز کال څخه تر اوسه هند له روسیې،امریکا،فرانسې،عمان او سنګاپور سره ورته پوځي لوژستیکي همکاریو هوکړه لاسلیک کړې ده.

د راپورونو پر بنسټ،د هند ۷۰ سلنه پوځي وسلې او شونتیاوې چې په کې جګړه ییزې بیړۍ، سمندریزو بیړۍ،جګړه ییزې چورلکې او زغره وال په کې شامل دي له روسیې څخه تر لاسه کوي.

دوه ورځې مخکې(د سپټمبر ۵ مه)هم د هند لومړی وزیر نرندرا مودي مسکو ته په خپل سفر کې  له روسیې سره په  بیابیلو برخو کې ۲۵ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

او د راپورونو پربنسټ،دواړو هیوادونو یوازی د وسلو او پوځي شونتیاوو لپاره ۱۴ اعشاریه ۵ میلیارډه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.

دا په داسي حال کې ده چې څو موده مخکې هم د هند دولت زر له هوا پر ځمکه توغندي د روسیې پوځي وسلو له شرکت څخه وپیرل او تمه ده ډیر ژر دا توغندي د هند پوځ ته په واک کې ورکړل شي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي