بارک اوباما، د آمریکا د اوسني ولسمشر دونالدټرامپ له سیاستونو او کړنو نیوکه کړې ده.
د آمریکا مخکېني ولسمشر په خپلو نویو څرګندونو کې د دموکرات ګوند په آنلاین راټولیدنه کې د دونالدټرامپ پر کړنو سخته نیوکه کړې ده او اعلان وکړ چې ټرامپ له ولسمشرۍ سره د یوې ټلویزیوني خپرونو په توګه چلند کوي او له ولسمشرۍ څخه په خپله ګټه ناوړه ګټه پورته کړې ده.
اوباما،جوبایدن د آمریکا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د موکرات ګوند له لوري یو ښه نوماند وګڼه او زیاته یې کړه،چې ټرامپ په دې څوکۍ کې هیڅ وده نه ده کړې او د ولسمشرۍ لپاره لازمې وړتیاوې نه لري.
مخکې له دې هم د بارک اوباما میرمن میشل اوباما د دموکرات ګوند ملي ټلوالې په لومړنۍ شپه د ټرامپ له کړنو سخته نیوکه وکړه او هغه یې یو اشتباهي ولسمشر وګڼه.
په همدې حال کې په ۲۰۱۶ زیږدیزکال کې د ټرامپ ټاکنیزه سیالې او د آمریکا د بهرنیو چارو مخکېنۍ وزیرې هیلارې کلینتون د دموکرات ګوند له پلویانو وغوښتل ترڅو له پوره ځواک سره د ۲۰۲ زیږدیز کال د نومبر میاشتې په ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون وکړي.
د آمریکا پخواني ولسمشر بل کلینتون هم د کرونا ویروس په شنډیدو کې د ډونالډټرامپ له نا سم مدیریت څخه نیوکه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې جوبایدن د دموکراټانو د ملي ټلوالې په دویمه شپه په رسمي توګه د دې هیواد په ولسمشرۍ ټاکنو کې د دموکرات ګوند له لوري ځان نوماند اعلان کړ.