شاه محمود قریشي د امریکا له چارواکو سره لیدنې او خبرو اترو لپاره د درې ورځيني سفر لپاره واشنګټن ته سفر وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په داسي حال کې نن (څلورنۍ جنوري ۱۵مه) امریکا تللی دی چې هغه وړاندې له دې ایران،عربستان او عمان ته هم سفرونه وکړل.
ویل شوي دي چې شاه محمود قریشي،د پاکستان د لومړي وزیر عمران په سپارښتنه په سیمه کې د شخړو رامنځته کولو په موخه دې هیوادونو ته سفر کړی دی.
تمه ده هغه امریکا ته په خپل سفر سره په نیویاړک کې د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا په ځانګړې ناسته کې ګډون وکړي او د ملګرو ملتونو سازمان له ستر منشي،د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پامپیو او د دې هیواد د ملي امنیت د شورا له سلاکار اوبړاین سره هم خبرې اترې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وړاندې له دې له ایراني چارواکو سره هم د وروستیو بدلونونو په تیره بیا تهران واشنګټن تر منځ رامنځته شویو لانجو پر سر خبرې اترې وکړې.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي