د ایران ولسمشر د اوکراین د الوتکې د سقوط له زیاتو څیړلو لپاره،د یوې ځانګړې محکمې د جوړښت غوښتنه کړې ده.
د ایران ولسمشر حسن روحاني نن درې نۍ( دجنوري ۱۴مه) په تهران کې د ملي کرنیزو بیلګو په خپرونه کې په خپلو ویناو کې وویل:د اوکرایني الوتکې دوسیه یوه عادي دوسیه نه ده باید باید د ایران د سترې قضاییه قوې له لوري جدي وڅيړل شي.
روحاني ویلي دي چې د ایران په خاوره کې د اوکراین د نسکوریدو پیښه د نړۍ لپاره د ایران د فضا د امنیت سکاله ده او حکومت په دې برخه کې خپل ځان مسوول بولي او په خپلو ټولو دندو به عمل وکړي.
هغه همدا شان ټینګار وکړ چې هر هغه څوک چې په دې پیښه کې پړ وي او یا هم په کې لاس ولري باید په سزا ورسول شي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي