1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کرونا ویروس د قربانیانو شمیر ۵۶۵ کسانو ته ورسید

کُرونا-در-جهان
06 Feb 2020

چین اعلان کړی دی چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې ۷۳ کسانو د دې ناروغۍ له کبله خپل ژوند بایللی دی او څه باندې درې زره نور هم په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د چین د روغتیا ملي کمېسیون اعلان وکړ چې تر اوسه په ټوله نړۍ کې ۲۸ زره کسان په دې ویروس اخته شوي دي.

په جاپان او هانګ کانګ کې د دوو کروز بیړیو څه باندې ۷ زره سورلۍ وروسته له هغه قرنطین شوې چې په کرونا ویروس د اخته کسانو څو پیښې ولیدل شوې.

د جاپان او هانګ کانګ روغتیایي چارواکو د دې دوو کروز بیړیو سورلیو د روغتیایي آزمایښت له پیله خبر ورکړی دی.

په همدې حال کې د روغتیا د نړیوال سازمان کارپوهان د دې وژونکې ناروغۍ واکسین اړوند بحث لپاره راتلونکې اوونۍ په ژنیف کې ناسته کوي.