1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کرونا ویروس له امله د اقتصادي کړکیچ او په نړۍ کې د امریکا او چین سیالۍ په اړه د ملګرو ملتونو هیښتیا

گوترش
26 Jan 2021

د ملګرو ملتونو سترمنشي په خپلو ویناوو کې د نړۍ مشرانو ته په خطاب کې د ستونزمنو ګواښونو په ځانګړي توګه د کووید ۱۹ او د اقلمي بدلون په اړه هیښتیا ورکړې ده.

آنتونیو گوترش په سوییس کې د داووس اقتصادی مجمې په یوې مجازی ناسته کې وویل چې د کورونا ویروس ناروغي په ۱۰۰ تیرو کلونو کې په نړۍ کې د ترټولو خراب اقتصادي بحران لامل شوی دی.

ښاغلي گوتریش د اقلیم د بدلون له امله د رامنځته شوي ګواښ او د متحده ایالاتو او چین ترمنځ سیالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې نړۍ نور د ۲۰۲۰ پیښې او کړکیچ تکرار نه غواړي.

هغه د دې لوی او خطرناکې ننګونې څخه د خلاصون لپاره د ټولو حکومتونو، هیوادونو، نړیوالو سازمانونو او خصوصي او ملکي سکتورونو ګډه همکاري غوښتونکی دی او ټینګار کوي چې په ۲۰۲۱ کال کې موږ باید نړۍ سمې لارې ته وګرځو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم په ټولو بډایه او بیوزلو هیوادونو کې د یو نړیوال جنس په توګه د کرونا واکسین چمتو کولو پر اړتیا ټینګار کوي.