1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره د هند او پاکستان هڅې

هند
22 Mar 2020

پاکستان خپلې نړیوالې الوتنې وځنډولې او هند هم د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په موخه، د ۱۴ ګړیو لپاره له ګڼه ګوڼو مخنیوی کوي.

د پاکستان د ملکي هوایي ادارې د اعلانپاڼۍ پر بنسټ، دی هیواد د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه د دوه اوونۍ لپاره خپل ټولې الوتنې وځنډولې.

پاکستان د پیلنۍ په ورځ اعلان وکړ چې په دې هیواد کې  په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر، ۵۳۱ تنو ته رسیدلی.

هند هم نن یوه نۍ ( د مارچ ۲۲) د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه، د ۱۴ ګړیو لپاره په تګ راتګ بندیز ولګاوه.

هند کې تر اوسه په دې ویروس د ۳۱۴ کسانو د اخته کیدو خبر ورکړل شوی دی.

د هند لومړي وزیر، نارندرا مودي، په  دې وروستیو کې د هند ولس ته په خپلو ویناوو کې له هغو وغوښتل چې د دې ویروس د مخنیوي لپاره، په خپلو کورونو کې پاتې شي او له راټولیدنو ډډه وکړي.