د سرې میاشتې کمیټې ویلي دا کسان د وروستیو نښتو له کبله بیځایه شوي او دمګرۍ د خوراکي توکو او سرپناه پرته ژوند کوي.
دی کمیټې په یوه اعلانپاڼه کې ویلي چې د یمن په شمال کې د صنعاء د ښار او الجوف ایالت د لومړۍ کرښې ترمنځ نښتې د دې لامل شوي چې ډیر شمیر خپل کورونه پریږدي او د دې هیواد د مأرب ایالت کمپونو ته پناه یوسي.
ویل شوي چې دمګرۍ دا خلک په بد حالت کې دي او د خوراکي توکو او د روغتیایې آسانتیاوو له نشتون سره مخامخ دي.
په دې بیانیه کې د جګړې له ټولو ښکیلو خواوو غوښتل شوي چې د روغتیایي برخې کارکوونکو ته د یو امن ځاې چمتو کیدو لپاره دې هڅه وشي، چې دوی د پوځې عملیاتو پر مهال موخه ونه ګرځي.