ولادمیر پوټین، د روسیې د خلکو د ستونزو حل او د دې هیواد د لا پرمختیا لپاره پر یوالی او پیوستون ټینګار کړی دی.
د روسیې ولسمشر خپلو خلکو ته نوی زیږدیځ کال (۲۰۲۰) د روسیې خلکو ته مبارکي وویله او خپلو هیواد والو ته یې د سولې،روغې څټې او نیکمرغۍ هیله وکړه.
هغه د خپلو ویناوو په ترڅ کې چې د روسیې له راډیوګانو او ټلویزیونونو څخه په ژوندۍ بڼه خپریدې،اعلان وکړ چې یوالی او پیوستون د یوه هیواد پرامختیا او سترو موخو ته د رسیدو بنسټ او ستن ده او دا شان ارزښتونه زمونږ له نیکونو څخه د روسیې نوي نسل ته پاتې دي.
پوټین په دویمه نړیواله جګړه کې د بریا ۷۵ یمې کالیزې نمانځنې ته په ګوتڅنډنې سره همدا شان د ښه امنیت ټینګښت په تیره بیا نوي کال په رخصتیو کې له خپلو سرتیرو ستاینه وکړه.