د روسیې او سوریې وسله والو ځواکونو په طرطوس بندر کې ګډ پوځي پیړ ترسره کړ.
د دې تمرین د ترسره کیدو موخه، په سمندریزو سیمو کې د نړیوالو اقتصادي فعالیتونو څخه ملاتړ اعلان شوی دی.
د دې راپور پر بنسټ، څه باندې ۲ زره پوځيانو او یو شمیر بیړيو په دې پیړ کې ګډون کړی دی.
د راپورونو له مخې، دا پیړ له پیلنۍ ورځې ( جنوري ۱۸) پیل شوی وو او تر دوه نۍ ورځې یې دوام درلود.
په دې پوځي تمرین کې ګډون کوونکو ځواکونو بیلابیل عملیات او په تیره بیا د طرطوس بندر په څنډو کې د ماینونو ځای پر ځای کیدل ترسره کړل.
د دې پیړ په ترڅ کې یو شمیر فرضي ترهګریز عناصر موخه وګرځول شول.