1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ظریف له مسکو څخه بیجینګ ته ولاړ

ظریف-1
31 Dec 2019

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل چیني سیال سره د دوه اړخیزو او نړیوالو سکالو پر سره خبرې اترې کړي دي.

د ایران د بهرنیوچارو وزیرمحمدجوادظریف نن( درې نۍ ډسمبر ۳۱مه)بیجینګ ته له تلو وروسته د خپلو خبرو اترو لوړمړی پړاوو د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یې سره پیل کړ.

دوه اړخیزې اړیکې،د برجام بدلونونه او مهمې سیمه ییزې او نړیوالې سکالې،د دې لیدنې د خبرو اترو اصلي بحث وو.

د چین د بهرنیو چارو وزیر هم ټینګار وکړ چې تهران او بیجینګ په اوسنیو شرایطو کې په بیلابیلو برخو کې دوه اړخیزو اړیکو ساتلو ته اړتیا لري.

دا په داسي حال کې ده چې تیره ورځ (دوه نۍ ډسمبر۳۰مه)محمدجوادظریف په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګیې لاوروف هم لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې تهران او مسکو د امریکت پر خلاف په سیمه او نړۍ کې د سولې او ټیکاوو په لټه دي.

له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په فارس خلیج سیمه کې د شخړو له زیاتوالي څخه په اندیښنې سره ټینګار کوي چې دواړه هیوادونه د سیمه ییزو او نړیوالو سکالو اړوند ګډ لید لوری لري.

دواړو لوریو همدا شان په سوریه کې د سولې ټینګښت په موخه، په فارس خلیج کې د سولې لپاره مهمې طرحې وړاندې کړې.

ایران او روسیې د دې لیدنې په پای کې د ایران،روسیې او چین ګډ پوځي پیړ ترسره کیدل د سولې لپاره همکاري بللې او د دې همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي