د اروپایې ټولنې د بهرني سیاست پازوالې فدریکا موگرینی په دې ټولنه کېد خپلې دندې له پایته رسیدو وروسته له دې ټولنې سره مخه ښه وکړه.
میرمن موګریني په خپله ټویټرپاڼه کې اعلان وکړ چې پنځه کلن ماموریت یې پایته رسیدلی او هغه له ټولو هغو کسانو چې د دې ټولنې په پرمختګ کې له دې سره مرسته کړې مننه کوي.
له بلې خوا ویل شوي دي چې د آسپانیا د بهرنیو چارو وزیر جوزپ بورل د هغې د ځایناستي په توګه د اروپایې ټولنې دبهرني سیاست د نوی پازوال په توګه وپیژندل شي.
وړاندې له دې د اروپایې ټولنې پارلمان ته د بهرني سیاست پازوال په توګه ښاغلي بورل پیژندل شوی وو.
موګریني د ۲۰۱۴ زیږدیز کال په نومبر میاشت کې د یوې پنځه کلنې دورې لپاره د اروپایې ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي چارو پازواله وټاکل شوه.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي