1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

له عراق څخه د آمریکایی ځواکونو پر وتلو د ایران ټينګار

iraniraq
07 Apr 2019

د ایران د انقلاب مشر آیت الله علی خامنه‌ای،په تهران کې د عراق له لومړی وزیر عادل عبدل مهدی سره په لیدنه کې له عراق څخه د امریکایی ځواکونو پر وتلو ټينګار کړی دی.

دعراق لومړی وزیر عادل عبدل مهدی د دوه نۍ په ورځ(داپریل په ۶مه)د تهران بغداد ترمنځ اړیکو پیاوړتیا په موخه ایران ته ولاړ او ددی هیواد له مشرانو سره یی پر بیلابیلو سکالو لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دې لیدنه کې د ایران د انقلاب مشر آیت الله علی خامنه‌ای له عراقي چارواکو وغوښتل چی ډير ژر دې له دې هیواد څخه په بیړې سره د امریکایی ځواکونو پر وتلو پریکړه وکړي.

د ایران د انقلاب مشر همدارنګه د تهران بغداد اړیکو ته په ته ګوتڅنډنې سره ویلی دي چی د دواړو هیوادونو ترمنځ سوکالې او پرمختګ اړیکې لرې.

دواړه هیوادونه اوس مهال د امریکا پر خلاف په بیلابیلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا او همکاریو ټينګار لري.