د عراق لومړي وزیر اعلان وکړ چې په راتلونکو ورځو کې به د امریکا تر نیمایې ډیر سرتیري له عراق څخه ووځي.
مصطفی الکاظمي د عراق پوځ جوړښت د سلمې کلیزې په مناسبت وویل: د امریکايي ځواکونو د وتلو خبرې له څو میاشتو راهیسې روانې دي او پایلې به یې ژر اعلان شي.
د عراق لومړي وزیر هم ژمنه وکړه چې ۲۰۲۱ به په ټولو سکتورونو کې د عراق د بریا کال وي او د دې هیواد د شتمنیو د غلا کولو پړاو به پای ته ورسیږي.
له بلې خوا عراقي ایتلاف په دې هیواد کې د امریکايي ځواکونو شتون د سیمې، ګاونډیو هیوادونو او د عراق د جګړې لامل وباله او ټینګار یې وکړ چې دوی باید له هیواده ووځي.
په همدې حال کې د عراق ولسمشر برهم صالح د عراقي اردو او ملي اردو د ورځې د لمانځنې د ۱۰۰ یمې کلیزې په لمانځغونډه کې ټینګار وکړ چې د هغه د هیواد د اردو ځواک د خپل حکومتي واک پیاوړتیا او د ملت په ملاتړ کې دی