د پیسو نړیوال صندوق د بیروت د چاودنې له ناوړه پایلو د بهر تلو لپاره له لبنان سره د نړیوالې مرستې غوښتنه کړې.
د پیسو د نړیوال صندوق عامل مدیرې کریستالینا جوجیوا (IMF)، په یوې بیانیه کې اعلان کړی چې اوس پر دې ناورین د غلبې لپاره د ملي یووالي مهال دی او همداراز د لبنان د ژورو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د کړکیچ د هواري مهال رارسیدلی.
د پیسو نړیوال صندوق د لبنان له ولس سره د مرستې لپاره د هرې لارې به څیړلو ټينګار کړی، له نړیوالې ټولنې یې غوشتي چې په دې سختو شرایطو کې له لبنان سره مرسته وکړي.
له بأې خوا د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف)، ګزارش ورکړی چې نږدې ۸۰زره لبناني ماشومان د تیرې درې نۍ (اګسټ څلورمې،۲۰۲۰)، د چاودنې له کبله، تر اغیزې لاندې راغلي او زیان یې لیدلی دی.
یونیسف په یوه ګزارش کې ویلي چې یو شمیر ماشومان لا هم تریتم دي او یو شمیر ژغورل شويو هم رواني تاوان لیدلی دی.
د ګزارشونو له مخې، د لبنان په پلازمینې بیروت کې د چاودنې له کبله ۱۷۰ تنه مړه او ۵زره ټپیان شوي دي.