د ملګرو ملتونو سازمان د یوه پریکړه لیک تصویبولو سره، د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي اړوند د جدي ګامونو د اوچتیدو غوښتنه کړې.
د ملگرو ملتونو سازمان ټولیزې ناستې په دې پریکړه لیک کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره د درملو، واکسین او روغتیايي توکو د تولید د چټکیدو لپاره د بیړنیو نړیوالو هڅو غوښتنه کړې ده.
دا پریکړه لیک چې مسوده یې مکسیکو وړاندې کړې، د ملګرو ملتونو سازمان له لوی منشي غواړي چې د روغتیا له نړیوال سازمان سره همکاري وکړي.
ویل کیږي چې د کرونا ویروس پراخیدو ته په کتو سره، د دې پریکړه لیک مسوده د ملګرو ملتونو سازمان د لوی منشي له لورې د دې سازمان ټولو غړو هیوادونو ته استول شوې او هیڅ هیواد ورسره مخالفت ندی کړی.
د ګزارشونو پر بنسټ، تراوسه په ټوله نړۍ کې له دوو میلیونو ډیر وګړي په کرونا ویروس اخته شوي او له ۱۷۱ زرو ډیرو وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی، همداراز ۶۵۸ زره تنه نور هم ښه شوي دي.