1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ماکرون او پوتین د نړیوالو کړکیچونو د هوارې پر سرخبرې کوي

5b54364647332
25 Jun 2020

الیزه مانۍ اعلان وکړ چې د روسیې او فرانسې ولسمشرانو د جمعې په ورځ ( جون ۲۶ ) د ویډیو کنفرانس له لارې به له یو بل سره خبرې وکړي.

روسیا الیوم خبري اژانس هم د الیزه مانۍ په حواله اعلان وکړ چې د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون  به د خپل روسي سیال ولایمیر پوتین سره د اروپا د امنیتي سکالې او د اوکراین او لیبیا په ګډون د نړیوال کړکیچونو د هوارې په اړه ستراتیژیکې مشورې وکړي او همداشان به د بیلابیلو اړخونو سره د همکارۍ پیاوړتیا باندې هم خبرې وکړي.

 خو د کرملین مانۍ تراوسه هم د فرانسوي سیال سره د روسیې د ولسمشر د ویدیویي خبرو په اړه څه ندي ویلي.

د ګزارشونو پر بنسټ روسیه د اروپا د امنیت لپاره د پاریس او مسکو اړیکې مهمې ګڼي.