1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

مسي د شپږو توپونو په تر لاسه کولو سره په خپل نوم ریکارډ وټړه

mm
03 Dec 2019

 

د فوټبال د غوره لوبغاړي د پیژندنې مراسم پرون شپه (دوه نۍ ډیسمبر ۳مه) د فرانسې په پاریس ښار کې ترسره شول په کې د بارسلونا لوبډلې ستوری لیونل میسي د نړۍ د غوره لوبغاړي د زرو سرو شپږم توپ تر لاسه کړ.

د فوټبال د لوبغاړو په غوره رده بندۍ کې،د لیورپول لوبډلې هالندي مدافع ویرجیل فن‌دیک دویم او د یونتوس پرتګالي ستوری کرستیانو رونالدو چې د سرو زرو پنځه توپونه هم لري درېم ځای لري.

۳۲ کالن میسي د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د سرو زرو توپ تر لاسه کړ او د ۲۰۱۸ زیږدیز په په ۱۹ فصلونو کې ۵۴ ګولونه ووهل.

میسي په بارسلونا کې په خپلو ۷۰۰ لوبو کې ۶۱۴ ګلونه وهلي، ۳۴ جایزې او همدا شان په لالیګا کې لس او  د اروپا د اتلانو په میچ کې څلور اتلولۍ خپلې کړې دي.

د فوټبال د نړۍ غوره لوبغاړي د پیژندنې په مراسمو کې،د امریکا د ملي لوبډلې لوبغاړې مګان راپینو د میرمنو د سرو زرو توپ خپل کړ.

په دې مراسمو کې،د لیورپول ګول کیپر الیسن د یاشین لومړنۍ جایزې په تر لاسه کولو سره د نړۍ غوره ګول کیپر وپیژندل شو د ژاکس لوبډلې مخکینی لوبډلمشر ماتیس دیلیخت هم د ۲۱ کلني ټیټ عمر لاندې لوبغاړي غوره جایزه تر لاسه کړه.