1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ملګرو ملتونو له لبنان سره د ۵۰زره ټنه اوړو مرسته کوي

Image processed by CodeCarvings Piczard ### FREE Community Edition ### on 2017-11-17 09:41:39Z | http://piczard.com | http://codecarvings.com
12 Aug 2020

د خوړو نړیوالې برنامې اعلان کړی چې په بیروت کې د چاودنې په پایله کې د اوړو د یوې ځیرمې د لمنځه تلو له کبله، په لبنان کې د اوړو د کمښت د ستونزې د هواري په موخه د اوړو یوه لویه جوپه دې هیواد ته استول کیږي.

 

د بشر حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د همغږۍ ادارې د ګزارش پر بنسټ، د اوړو دا جوپه، د بازار د شپږ اوونیو اړتیا هواروي.

ویل کیږي چې د دې جوپې لومړۍ برخه چې ۱۷زره او ۵۰۰ ټنه اوړه کیږي، د لسو را روانو ورځو په ترڅ کې به لبنان ته واستول شي چې د یوې میاشتې لپاره به بسنه وکړه.

مخکې له دې د نړۍ د ۳۰ هیوادونو مشرانو د فرانسې او ملګرو ملتونو سازمان په کوربه توب ناسته جوړه کړې وه چې له لبنان سره مرستې ټولې شي او ژمنه یې وکړه چې دې هیواد ته مالي مرستې وکړي.

سرچینو ویلي چې د نړۍ هیوادونو همداراز له لبنان د ۲۹۵ میلیون ډالري مرستو پر سر هم هوکړه کړې ده.

د لبنان پلازمینې بیروت کې د چاودنې او اورلګیدنې په پایله کې، نږدې ۲۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او شپږ زره تنه نور هم ټپيان شول.