د روسې حاکم ګوند په اکثریتو رایو سره د روسې د لومړي وزیر په توګه د میخائیل میشوستین نوماندې تایید کړه.
تمه ده د روسې پارلمان نن پنځه نۍ(جنوري ۱۶مه) د میشوسټین نوماندۍ پر سره رای اچونه وکړي.
د روسیې ولسمشر ولادمیرپوټين تیره ورځ (څلور نۍ) د دې هیواد په اساسي قانون کې د بدلون وړاندیز وکړ چې د ولسمشرۍ له دورې وروسته د هغه واک او واک ته د هغه د بیرته ګرځیدو اټکل زیاتوي.
ویل شوې ده چې د لومړي وزیرۍ څخه د دیمیتري مدودیف له استعفا وروسته،د روسې ولسمشر د روسې د مالیاتو د څانګې مشر میخائیل میشوستین د لومړي وزیرۍ لپاره وړاندیز کړ.
د روسې ولسمشر ویلي وو چې هیواد یې د اساسي قانون تصویب ته اړتیا نه لري خو هغه د خپل هیواد په یو شمیر برخو کې د له سمون راستنې ملاتړ کوي.
کرملین ماڼۍ د یوې اعلامې په خپرولو سره ویلي دي چې ولادمیرپوټين،د کابینې له ټولو غړو غوښتي ترڅو نوی دولت جوړښت خپلو چارو ته دوام ورکړي.
د روسې لومړي وزیر دیمیتری مدودویف، د (جنوري په ۱۵مه) څلورنۍ په ورځ له خپلې استعفا وروسته اعلان وکړ چې هغه د دې لپاره چې په روسیه کې د سمون او بدلون رامنځته کیدو لپاره د ولسمشر لاس خلاص وي له خپلې دندې استعفا وکړه.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي