1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ووهان ښار ته د چین د ولسمشر سفر

ژیجیپینگ
10 Mar 2020

شي جین پینګ د کرونا ویروس د خپریدو له مهاله راپدیخوا د لومړي ځل لپاره د دې ویروس د مرکز (ووهان ښار) ځڅه لیدنه وکړه.

د شینهوا دولتي خبري آژانس د ګزارش پر بنسټ، شي جین پینګ له یوې الوتکې سره د هوبئې ایالت مرکز ته تللی چې د دې ویروس د مخنیوي له بهیر او هڅو څخه څارنه وکړي.

خپاره شوي انځورونه ښایي چې ولسمشر د ویډیو کنفرانس له لارې له یو شمیر روغتیاپالانو او ناروغانو سره چې د ووهان ښار په یوه روغتون کې وو او همداشان پوځي چارواکو او پوځیانو سره خبرې کوي.

شي جین پینګ، په داسې شرایطو کې دې ښار ته چې د کرونا ویروس سرچینه بلل کیږي، سفر کوي چې وروستیو ګزارشونو په دې ویروس د اخته شویو د شمیر کمښت ښایي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم په نږدې ۱۱۵ هیوادونو کې په کرونا ویروس د اخته شویو شمیر، لږ تر لږه ۱۱۵ زره تنه او د مړو شمیر له څلورو زرو ډير اعلان کړ.