د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان، نن سحار پنځنۍ د (سلواغې ۲۴/فبرورۍ۱۳) د دوه ورځیني سفر په موخه، د پاکستان پلازمینې، اسلام آباد ته ورسید.
په دې سفر کې له ښاغلي اردوغان سره لوړپوړي دولتي چارواکي، د کابینې غړي او سوداګر ملتیا کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ښاغلی اردوغان به په دې سفر کې د تګلاریزو، سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا اړوند له پاکستاني چارواکو سره لیده کاته ولري.
تمه ده چې د ترکیې ولسمشر سبا د انقرې-اسلام آباد د تګلاریزو همکاریو د شورا په شپږمه ناسته کې هم ګډون وکړي.
اردوغان به همداشان د پاکستان پارلمان ته وینا ولري.
دا په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشرۍ څوکې ته د رسیدو وروسته، پاکستان ته د ترکیې د ولسمشر دویم سفر دی. ښاغلی اردوغان د لومړۍ وزیرۍ پرمهال هم، دوه ځلي پاکستان ته تللی وو.
آرزو نیوز