د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې،د عراق له خاورې څخه د خپلو سرتیرو وتلو لپاره هوډ نه لري.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جاناتان هافمان وایې،اوس مهال اوس مهال له عراق څخه زمونږ د سرتیرو وتلو لپاره هیڅ طرحه تر لاس لاندې نشته او دا هیواد غواړي د عراق د ملګري او باوري شریک په توګه د دې هیواد ښیرازه کېدو لپاره هلته پاتې شي.
دا په داسي حال کې ده چې د عراق دولت د خپل هیواد لهع سترو چارواکو سره له چنو وورسته،د عراق له خاورې د امریکایې پوځيانو د وتلو غوښتونکی شو.
وړاندې له دې هم د امریکا پوځي چارواکو د عراق په خاوره کې له ترهګرۍ سره مبارزې په برخه کې د امریکا او عراق د پوځ ګډو عملیاتو له بیا پیله خبر ورکړی و.خو د عراق وسله والو ځواکونو د امریکا له دې اقدام سره هوکړه نه ده کړې او هغه یې رد کړی دی.
امریکا د روان زیږدیز کال (۲۰۲۰) جنوري میاشتې له پنځمې وروسته له عراق سره خپل ګډ پوځي عملیاتونه ودرول.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي