د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په ادلب ښار کې د بشار اسد بریا حتمي بولي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګیې لاوروف، د آلمان د مونیخ په کلنۍ امنیتي ناسته کې اعلان وکړ چې د سوریې ولسمشر د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې، چې د ترهګریزو ډلو وروستۍ اډه ده، بریالی کیږي.
لاوروف زیاته کړه، په داسې حال کې چې امریکا په دې هیواد کې د داعش ماته اعلان کړې، خو یو شمیر ترهګر لا هم د دې هیواد په یو شمیر برخو کې حضور او فعالیت لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر چې د مونیخ ناستې په څنډه کې، له خپل ترکي سیال سره د مسکو او انقرې د اړیکو او وروستیو ناندرو اړوند خبرې کولې، اعلان یې وکړ چې اوس هم د ادلب د کړکیچ د هواري اړوند د هوکړه لیک د عملي کیدو لپاره د ترکیې او روسیې د استازو ترمنځ خبرې روانې دي.
لاوروف همداشان په نړیوالو چارو کې پر نا انساني اوښتون نیوکه وکړه.