د اسراییل لومړي وزیر او د آبي-سپین ګوند مشر د یوه کال سیاسي کړکیچ وورسته، د پنځوس-پنځوس حکومت د جوړیدو پر سر هوکړه وکړه.
بنیامین نتانیاهو او سیال یې بني ګانتس، د ملي یووالي د حکومت د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک کړی چې پر بنسټ یې پستونه او په ایتلاف کې غړیتوب به په مساوي بڼه د بنیامین نتانیاهو په مشرۍ د لیکود ګوند او د بني ګانتس په مشرۍ د آبي-سپین ګوند ترمنځ وویشل شي.
د هوکړه لیک په متن کې راغلي چې ټولګډونه دولت جوړښت به د درییو کلونو لپاره د ۳۶ وزیرانو شامل وي او همداراز د کرونا د ګواښونو پر وړاندې یو جلا وزارت چې مشري به یې په ګډه بني ګانتس، بنیامین نتانیاهو کوي او د کابینې ټول وزیران به یې غړیتوب ولري، جوریږي.
دا هوکړه لیک، په اسراییل کې د یو شمیر سیاسي ګوندونو او ولسي اعتراضونو سره مخامخ شوی دی.
ویل کیږي چې اسراییل، د یوه کال راپدیخوا د سراسري ټاکنو د دویم پړاو بې پایلې پاتې کیدو او د دولت د جوړولو او د درییم پړاو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د ګوندونو نه هوکړې له کبله، د سیاسي کړکیچونو شاهد وو.