1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په بیړې سره د قرنطین لرې کیدل به خطرناک او مرګونی پایلې ولري

157007243
11 Apr 2020

د روغتیا نړیوال سازمان هیښتیا ورکړې ده چې دولتونه باید د کرونا ویروس پروړاندې مبارزې لپاره محدودیتونو لرې کیدو لپاره بیړه ونه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان ستر مدیر تدروس ګیبریسیوس،ویلي دي چې د کرونا د محدودیتونو لرې کیدو لپاره هر ډول بیړه به ناوړه او مرګونې پایلې له ځانه سره ولري.

دا په داسې حال کې ده چې یوشمیر هیوادونه لکه اسپانیا،ایټالیا،ډانمارک،اتریش او یوشمیر نورو هیوادونو د محدودیتونو له لرې کیدو خبرې کړې او په آمریکا کې هم یو شمیر کلیساګانې د سپیڅلي اختر په ویاړ یو ځل بیا خپل ورورنه پرانستي دي.

د راپورونو پربنسټ،په ټوله نړۍ کې په کرونا اخته کسانو شمیر یو میلیون او ۷ لکه او ۲۲ زره  ۵۱۸ کسانو او د دې ویروس له کبله مړه شویو کسانو شمیر هم یو لک او درې زره او پنځه سوه (۱۰۳۵۰۰) کسانو ته رسیدلی دی.

له بلې خوا،د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې لپاره په محدودیتونو کې د آسانتیا لپاره ښې تګلارې تر لاس لاندې نیولو په برخه کې له ټولو هیوادونو سره له همکارۍ خبر ورکوي.