د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له ایاصوفیا وروسته، یو فرمان ورکړ چې پر بنسټ یې په استانبول کې د خورا لرغوني کلیسا هم په جومات واوښته.
خورا یا چورا د منځنۍ یا بیزانسیانو د پیړۍ د پړاو له مهمو کلیساګانو شمیرل کیږي چې د قسطنطنیه ښار لرغوني دیوالونو ته نږدې جوړه شوې وه.
تیره میاشت هم د ترکیې ولسمشر په استانبول ښار کې په جومات د ایاصوفیا موزیم د اوښتو فرمان لاسلیک کړ او له ۸۷ کالونو وروسته د زر هاو کسانو په حضور سره د جمعې لمونځ په کې ادا شو.
ایاصوفیا هم د ۱۹۳۰ لسیزې په کالونو کې د جمهوري له اعلان وروسته او د ترکیې د جمهوري بنسټ ایښودونکي مصطفی کمال آتاتورک په سپارښتنه په یوه موزیم اوښتی وو.
د ترکیې د دولت دا ګام د کلیسا د مشرانو او یوشمیر لویدیځو هیوادونو له لوري په کلکه وغندل شو.