1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په ترکیې کې د لومړني لیزري توغندي مخکتنه

IDEF-1-1024x623-1
03 Sep 2020

د ترکیې د دفاع وزارت د یوه لیزري توغندي د جوړولو خبر ورکړی دی.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت چارواکو اعلان کړی چې تمه ده دا توغندي د راکستان شرکت له لورې جوړ او د (تي بي ۲) بې پیلوټه الوتکه کې ونښلول شي.

د دې توغندي جوړوونکي ترکي شرکت اعلان کړی چې دا پروژه پنځه میاشتې وړاندې یعنې د ۲۰۲۰ کال په اپریل میاشت کې پیل شوې وه.

د ګزارشونو پر بنسټ، ترکیه د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو په برخه کې ځینو بریالیتوبونو ته رسیدلې ده. 

څو مودې وړاندې هم دې هیواد د آتماجا په نوم یوه کروز توغندلی آزمایلی وو.