په اوکراین کې یوه تازه نظر پوښتنه ښیي چې د دې هیواد ۵۰ سلنه خلک د ولسمشر پر کړنو باور نه لري.
په اوکراین کې تازه نظرپوښتنه ښیي چې د دې هیواد په ولسمشر د خلکو د باور کچه د تیر زیږدیځ کال په پرتله، ۱۷ سلنه کمه شوې دې.
د دې نظرپوښتنې پایله د ”الکساندر یاریمنکو“ په نوم د ټولنیزې څارنې مرکز او د ټولنیزې څیړنې بڼسټ له خوا خپره شوه.
د دې څیړنې پر بڼسټ، د دې نظرپوښتنې ۴۹.۴ سلنه ځواب ویونکي د اوکراین په اوسني ولسمشر باور نلري او یوازې ۲۰.۷ سلنه ځواب ویونکي بیا د زلنسکي له کړنو رضایت ښودلی دی.
په دې نظر پوښتنه کې همداشان د اوکراین ډیر شمیر اوسیدونکي په لومړي وزیر او کابینې بې باوره ښیي.
دا تازه نظرپوښتنه د ۲۰۲۰ زیږدیځ کال د جنوري میاشتې له ۲۴ تر ۲۸ نیټې په ټول اوکراین کې ترسره شوه او په کې ۲۰۰۳ تنه ګډون درلود.
آرزو نیوز- نجلا مایار