په سریلانکا کې د څو چاودنو په پایله کې (۱۷۰) کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۰۰نور ټپیان دي.
دا چاودنې نن یوه نۍ د(اپریل ۲۱ مه) ددی هیواد د پلازمېنې کولمبو او له دی ښار څخه بهر دو سېمو کې په دریو کلیساګانو او دریو هوټلونو کې رامنځته شوي دي.
دا چاودنې هغه مهال رامنځته شوې چې خلک د یوه مذهبي جشن لپاره په دی سېمه کې راټول شوي وو.
د سریلانکا امنیتی پازوال راپور ورکړی دی چی اټکل کیږي د قربانیانو په منځ کې بهرني سیلانیان هم وي
د سریلانکا پولیس وایی دا چاودنې د څو ځانمرګو بریدګرو له لوري تر سره شوي دي.
تر اوسه ددې چاودنو پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخستې.
آرزو خبري سایت – شمس الله رحیمي